ارزګان کې پنځو کورنیو ته د کوچنيو کاروبارونو برابرولو لپاره مرسته وشوه

naweed_admin
Thu, Oct 24 2024 9:07 AM
n

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو په مرکز ترینکوټ کې د پنځو غریبو او بیوزلو کورنیو غړو ته د کاروبار د برابرولو په موخه هر کس ته د یو باب دوکان پرانیستلو په پار د ۶۰۰۰۰  افغانیو په ارزښت  د خرڅلاو توکي وویشل شول،  ترڅو هغوی د دوامداره کار څښتن شي او خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه برابره کړي. 
د دې مرستو د وېش په موخه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي ګل آغا حافظ‌ اتل په خپلو خبرو کې وویل: هیوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه د یو شمیر  بېوزله کورنیو سروې ترسره شوې وه، چې له دې ډلې څخه د KRO مؤسسې په مرسته؛ پنځو تنو بیوزلو او اړمنو کسانو ته د درېیو لکو افغانیو په ارزښت کوچني کاروبارونه برابر شول.
 مولوي حافظ اتل په خپلو خبرو کې له نور مؤسساتو څخه غوښتنه وکړه، چې د ارزګان ولایت په مختلفو ولسوالیو کې دې بېوزله کورنیو سره ورته همکاریو ته ادامه ورکړي

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS