د کار چارو معین د مختلفو سکتورونو د اتاقونو له استازو سره ولیدل

naweed_admin
Mon, Jan 29 2024 8:56 AM
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا د خپل کار په دفتر کې د مختلفو اتاقونو له استازو سره، د کارعالي شورا ناستو ته د خصوصي سکتور(کار فرمایانو اتحادیې) له آدرسه د استازي د معرفۍ په اړه، ناسته کې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې.

د کارچارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره؛ څرګنده کړه چې، د کار نړیوال سازمان معیارونو ته په پام، اړینه ده ترڅو د دولت، کارفرما او کارګرانو اتحادیې د جوړښت ترمنځ پیاوړې او نږدې اړیکې موجودې او له دې آدرسه په ملي او نړیوالو سټېجونو کې د خصوصي سکتور( کارفرما) له آدرسه منظم استازیتوب ولرو ترڅو له یوې خوا مو د هېواد ملي ګټې خوندي او له بلې خوا وشو کولای تر یوه واحد چتر لاندې د خصوصي سکتور په پیاوړتیا او پرمختګ کې د ښو لاسته راوړنو شاهدان پاتې شو.

ناسته کې د کسب‌ګرو، کرنې او مالدارۍ، صنعت او معدنونو او د نړیوالۍ سوداګرۍ د خونو استازو  خپلو خبرو کې د یادو خونو د فعالیت د څرنګوالي او د افغانستان د اسلامي امارت له لوري د صنعت او تجارت په برخو کې د مناسبو سهولتونو د رامنځته کېدو له امله په مننې سره وویل: خوشبختانه دا سهولتونه د دې باعث شوي چې د مختلفو سکتورونو ۱۲۴ قلمه توکو په تولید کې سل سلنه ځان بساینې ته  او تر ۱۰۰ ډېرو اقلامو کې نیمه ځان بساینې ته ورسیږو، د دې ترڅنګ د مختلفو هېوادونو پانګه وال تشویق شوي ترڅو افغانستان کې پانګونه وکړي، چې د هغوی له لوري هم لېوالتیا ښودل شوې. د یادو خونو استازو د خپلو خبرو په دوام غوښتنه درلوده، چې د خصوصي سکتور له آدرسه دې د کار عالي شورا ناستو ته یو تن استازی معرفي شي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي هم خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې، دا وزارت د ټولو سکتورونو د خونو ملاتړی او پدې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

په همدې ترتیب د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د تقنین او د کار د حقوقو او د کار د قواعدو او شرایطو د بهبود رئیسانو د موضوع په تړاو خپل نظریات، وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې.

د بحثونو په جمع‌بندۍ کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا پرېکړه وکړه چې د صنعت او تجارت وزارت سره په ګډه په یوې ناسته کې به د ټولو اتاقونو د مشرتابه په حضور د خصوصي سکتور له آدرسه د یو تن استازي د معرفۍ لپاره تصمیم ونیول شي.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS