د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې پر ۴۲۱ تنو کاري توکي وویشل شول

naweed_admin
Tue, Dec 19 2023 9:32 AM


په هیواد کې د ماهرو کارګرانو د ثابت شغل او ځان‌بساینې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مدیریت او هم‌غږۍ او د سرف افغانستان مؤسسې په مالي لګښت، د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې، څه د پاسه لس میلیونه افغانیو په ارزښت، د ۲۱ حرفو په ۴۲۱ ماهرو ګارګرانو؛ کاري وسایل وویشل شول.
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه د شکردرې ولسوالۍ کې جوړ شوي وو؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا په ګډون، د وزارت د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د شکردرې ولسوال ملاشریف‌الله مسلم، د افغانستان لپاره د سرف افغانستان مؤسسې (Serve Afghanistan) عمومي رئیس کنیډي دهانابالا هم ګډون درلود.
په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا خپلو خبرو کې وویل: د سرف افغانستان مؤسسې له یادو مرستو څخه مننه کوو؛ د نورو مرستو د جلب لپاره هم هلې ځلې کوو او له ټولو ملي او نړۍوالو بنسټونو غواړو چې په دې ډګر کې له افغانستان سره مرسته وکړي ترڅو د اشتغال په برخه کې هیوادوال ځان‌بساینې ته ورسیږي او همداشان تر ډیره کچه په هیواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه شي.
په عونډه کې د سرف افغانستان مؤسسې عمومي رئیس کنیډي دهانابالا د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مشرتابه له پوره همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ؛ زیاته کړه: د کابل ولایت په امید کمپ کې له نشه‌یي توکو رغیدلو اشخاصو ته د کاري وسایلو له ویش وروسته له نیکه‌مرغه نن د شکردرې په ولسوالۍ کې په یوویشتو بیلابیلو حرفو کې ۴۲۱ کورنیو ته د دوی د حرفو په نظر کې نیولو سره کاري وسایل وویشل شول.
نوموړي زیاته کړه: هوډ لرو چې یاده لړۍ  کندهار، لغمان او ننګرهار ولایتونو ته هم وغځوو او د روان میلادي کال ترپایه به په ۱۳۰۷ نورو کورنیو هم د هغوی د لیوالتیا پر بنسټ کاري توکي ووشو.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS