سپین بولدک او تورخم ښارګوټي کې تېرو دوو ورځو کې ۵۸۹تنه بېرته راستنېدونکو کډوال سیستم کې ثبت شویدي

naweed_admin
Sun, Dec 17 2023 9:24 AM


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپین‌بولدک او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو تېرو دوو ورځو کې ۵۸۹ تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې یې هغوی ته خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه توانیدلي چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۲۴۱ تنه او د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۳۴۸ تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي. په همدې توګه یې ۴۶ تنو ماشومانو ته د افغانستان پېژندنې، رواني روغتیا  او د نورو اړینو مواردو په اړه عامه پوهاوی ورکړی.
د یادولو ده چې سیستم کې د هغوی د ثبتولو موخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زد‌ه‌کړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.

Latest news

Sun, Aug 30 2026 10:18 AM
Background image

A three-Day Awareness Program Begins on Planning and Electronic Systems for Provincial Employees

A three-Day awareness program has begun for the Ministry of Labor and Social Affairs employees. In this program, the MoLSA provincial employees of Maidan Wardak, Logar, Parwan, Ghazni,. . .

Tue, Aug 11 2026 1:51 PM
Background image

Minister of Labor and Social Affairs Holds Talks with the Representatives of Private Employment Companies

 

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, held a regular meeting with representatives of private employment companies at his office. At the beginning. . .

Sat, Jul 11 2026 11:08 AM
Background image

MOLSA provides Vocational Training Opportunities to Inmates at Pul-e-Charkhi Prison

Ministry of Labor and Social Affairs with the coordination of the General Directorate of Prisons Administration, launched vocational training programs for the first time at Pul-e. . .

BACK TO NEWS