تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، پرون دوشنبه ۱۳۱۴تنه بیا راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت کړيدي

naweed_admin
Wed, Nov 15 2023 8:41 AM


راستنیدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیـټې تر چتر لاندی او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم پرون د دوشنبې په ورځ نور ۱۳۱۴تنه  بېرته راستانه شوي هېوادوال سیستم کې ثبت او هم یې په اړونده برخو کې هغوی ته لازم خدمات وړاندې کړل.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیم په وینا یادو کسانو کې۱۴تنه د قرآن عظیم‌الشان حافظان، ۴۵تنه له دوولسم ټولګي فارغ، ۳تنه لسانس، ۴۰۲تنه فني او حرفوي اشخاص او ۸۳۸تنه نور غریب‌کار هېوادوال شامل دي. په همدې توګه یاد ټیم له کورنیو سره د څو تنو ورکو شویو ماشومانو په پیداکولو، د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ، ترانسپورتي خدماتو، روغتیايي مراکزو ته د بیرته راستانه شویو لاسرسی، مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي او اړینو مشاورو وړاندې کول او  د هغوی د انتقال په برخو کې هم خدمات ترسره کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS