د بشري قواوو او تفتيش نويو رئيسانو رسما په کار پيل وکړ

naweed_admin
Tue, Nov 29 2022 2:34 PM
E

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په وړانديز او د ا.ا.ا رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په منظورۍ، مولوي حسين احمد د بشري قواوو او مولوي سعدالدين د داخلي تفتيش د نويو رئيسانو په توګه و ګمارل شول. 
نوموړي رئيسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي دين محمد حقبين‌ او د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف له لوري د يادو رياستونو کارکوونکو ته ور و پيژندل شول. 
د مالي او اداري چارو مرستيال او وزارت مقام د دفتر رئيس د يادو رئيسانو د پيژندنې ناسته کې، نوموړي رئيسان په کار پوه مجاهدين او ا.ا.ا ته ژمن کسان ياد کړل؛ له نويو رئيسانو او ټولو کارکوونکو يې و غوښتل؛ څو له يو بل سره په ښه همکارۍ خپلې دندې مخته يوسي. 
د بشري قواوو او داخلي تفتيش رئيسانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د وزارت مقام له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د وزارت رهبرۍ او خپلو کاري ټيمونو سره په ښه همغږۍ به اړونده کارونه مخته وړي. 
د ويلو دی، چې د بشري قواوو نوی لوی رئيس مولوي حسين احمد وړاندې تر دې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند د داخلي تفتيش د رئيس په توګه دنده مخته وړله.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS