مس عینک پروژه کې د افغانانو برخې مشر سره د کار چارو مرستیال لیدنه

naweed_admin
Sun, May 08 2022 4:49 PM
Q

د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د مس عینک پروژې د افغانانو برخې ارشد استازي او رئیس صفت الله رحیمی سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
دې لیدنه کې دواړو لوریو، مس عینک پروژه کې د کارګرو په استخدام، د کارګرو حقوقو خوندیتوب او په دې برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر رول خبرې و شوې. 
د مس عینک پروژې د افغانانو برخې رئیس صفت الله رحیمي د نوي نظام په راتګ سره د خوښۍ په څرګندولو سره د مس عینک پروژې د کارونو په پرمختګ معلومات وړاندې کړل او یاده پروژه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت پر رول خبرې و کړې او په اړونده کاري برخو کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکارۍ غوښتنه و کړه. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت میلمنو ته د ښه راغلاست سربیره، مس عینک پروژه د هیواد په سطحه یو له مهمو پروژو یاده کړه؛ نوموړې پروژه یې د افغانانو لپاره د کافي عاید او کارموندنې برخه کې ګټوره و بلله او هیله یې څرګنده کړه، چې یاده پروژه په ښه توګه مدیریت شي. 
مولوي مخدوم وویل چې افغانستان یوازنی هیواد دی چې خپلو داخلي منابعو نه یې عادي او انکشافي بودجه تمویلیږي، یوازنی هیواد دی، چې د چا فرمان نه مني او له ښه مرغه چې په هیواد کې اوس مهال د جرایمو سطحه ډیره را کمه شوې ده، نو په دې لحاظ اړینه ده؛ څو کور دننه معدنونو او فابریکو ته جدی پاملرنه وشي. 
د کار چارو مرستیال د مس عینک پروژې د افغانانو برخې مشر څخه و غوښتل څو د عملي کار پيل کیدو او کارګرو استخدام پروسه کې کار او ټولنیزو چارو وزارت سره همغږي و کړي، چې د افغانانو برخې مشر له لوري ژمنه و شوه، چې د عملي کار پيل کیدو او استخدام برخه کې به کار او ټولنیزو چارو وزارت سره ښه همغږۍ و لري او د اړتیا په صورت کې به د دوه اړخیز هوکړه لیک لاسلیکولو زمینه هم برابره کړي.

Latest news

Tue, Feb 03 2026 10:26 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Terie Magnussønn Watterdal, the Head of the Norwegian Committee for Afghanistan, in his office.

Th. . .

Mon, Feb 02 2026 10:02 AM
Background image

The Regular Meeting of High Labor Council was Held

The regular meeting of the High Labor Council was held under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari. In this meeting, the deputy. . .

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

BACK TO NEWS