د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ میاشتنۍ اداری ناسته جوړه شوه

naweed_admin
Tue, Apr 26 2022 11:08 PM
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت میاشتنۍ اداري غونډه د وزارت د سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین او کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سربیره د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولو رئيسانو هم برخه اخیستې وه. 
دغه ناسته چې د قران کریم په مبارکو آیتونو پیل شوه؛ تر قرائت وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د اجنډا مطابق خبرې و کړې؛ مسؤلین یې خپلو دندو ته متوجه او د امارت اسلامي د اصولو پر اطاعت یې ټینګار وکړ. 
وروسته د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شرف الدین شرف له لوري د ادارې جلسې اجنډا ګډونوالو ته واورول شوه. 
د رمضان المبارک ۲۵مې نیټې ادارې ناسته کې د وزارت سرپرست، مرستیالانو او رئيسانو له لوري؛ د اجنډا مطابق؛ چارو ادارې ته د هوایي میدانونو او ځمکنیو بندرونو کې بهرنیو وګړو ته د کار جواز ویشلو او روږدې کسانو را ټولولو او هغوی ته د فني او حرفوي زده کړو اړوند لیږل شویو طرحو؛ د سوالګرو را ټولولو او بېکارۍ سطحې را ټیټولو طرحو اړوند هر اړخیزې خبرې و شوې او د سمون لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې و شوې. 
په ناسته کې د ثور اتمې او اختر رخصتیو اړوند هم خبرې و شوې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وویل، چې د ثور اتمې اړوند یې ریاست الوزرا عالي مقام له وړاندې په جریان کې اچولی، چې د عالي مقام په لارښوونه اتم د ثور هیواد کې عمومي رخصتي دی. 
همدارنګه په دې ناسته کې د مرکزي او دویمو اداري واحدونو له لوري نظارت او ارزیابۍ ریاست ته په وخت د راپورونو نه لیږلو اړوند هم بحث و شو، چې د وزارت سرپرست له لوري ټولو رئیسانو ته جدي سپارښتنه وشوه؛ څو وروسته له دې په وخت خپل اجرات ترسره کړي. 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت میاشتنې اداري ناسته کې د وزارت سرپرست د عالي مقام د لارښوونو، احکامو او فرامینو د تکثیر او په وخت د مسؤلو مراجعو له لوري د اجراتو ترسره کولو اړوند سپارښتنه و کړه او هم یې ټینګار و کړ؛ څو د وزارت میاشتنی او شپږ میاشتنی کاري ګزارش هم په وخت جوړ او دفتر ریاست ته په واک کې ور کړل شي؛ څو د عالي مقام سره شریک شي. 
همدارنګه په دې ناسته کې د ټولو بیا کتل شویو قوانینو او مقررو، د هغو موضوعاتو چې د دین، حنفي فقهې او اسلامي امارت پالیسۍ سره په ټکر کې دي هم خبرې و شوې او سپارښتنه و شوه، چې یاد موضوعات باید تنظیم او د تعدیل په موخه د چارو ادارې ته و لیږل شي. 
په دې ناسته کې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته لارښوونه و شوه؛ څو د کارونو د لا ښه سمون او ښو کاري اړیکو په موخه یو مخابراتي شرکت سره د ګروپي سیمکارتونو اړوند خبرې و کړي او د وزارت مقام تر لارښوونې وروسته ورسره هوکړه لیک لاسلیک کړي.  
په اداري ناسته کې مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین هم خبرې و کړې، کارکوونکو سره په تعامل یې ټینګار و کړ او ځینو کاري ستونزو ته په اشارې یې له ټولو کارکوونکو و غوښتل؛ څو خپل کارونه په ښه همغږۍ مخته یوسي. 
د کار چارو مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري جوړې شوې طرحې مهمې و بللې او تر تائید وروسته یې د طرحو په ښه پلي کولو کې د ټولو همکارانو همغږي او همکاري اړینه و بلله. 
په یاده ناسته کې د وزارت رئيسانو د ور سپارل شویو دندو، ستونزو او حل په موخه ځینې وړاندیزونه و کړل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست او رهبرۍ له لوري د ستونزو د حل ژمنه و شوه او ټولو رئیسانو ته سپارښتنه و شوه، څو د کارونو په ښه ترسره کولو او سمون کې لا زیاته هڅه و کړي.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS