د افغانستان لپاره د امام خميني د مرستو کميټې( ره) د دفتر رئيس سره د کار چارو مرستيال ليدنه

naweed_admin
Thu, Apr 21 2022 1:43 PM
E

د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت؛ په افغانستان کې د امام خميني د مرستو کميټې د استازولۍ( ره)  د دفتر رئيس لکزايي فرد سره خپل کاري دفتر کې و کتل. 
پيل کې د اما خميني د مرستو کميټې د استازولۍ ( ره) د دفتر رئيس لکزايي فرد په افغانستان کې د ۱۳۷۱ کال را هيسې د خپلو بشردوستانه کړنو ( فني او حرفوي زده کړو او کار موندنې) اړوند معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د فني او حرفوي زده کړو برخو کې يې د خپلو کړنو راپور شريک کړ. 
وروسته د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان لپاره د امام خميني د مرستو کميټې استازولۍ له کړونو څخه د مننې ترڅنګ ؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند برخو کې د لا زياتو همکاريو غوښتنه وکړه. 
پای کې د يادې کميټې( ره) د دفتر رئيس هغه لاسي کتيبه ( بسم الله الرحمن الرحيم) چې د ياد نهاد د فني او حرفوي زده کړو څانګې له خوا جوړه شوې وه د کار چارو مرستيال ته ډالۍ کړه. 
د ويلو دی چې د افغانستان لپاره د امام خميني د مرستو کميټې استازولۍ له لوري په افغانستان کې د ۱۱ کاله فعاليت په ترڅ کې اوه ديرش زره او درې سوه يو ( ۳۷۳۰۱) کسان د فني او حرفوي زده کړو برخو کې روزلي، چې ۵۶ سلنه يې نارينه او پاتې هغه يې ميرمنې دي، چې له دې ډلې ۶۵ سلنه يې د زده کړو څخه وروسته د کار بازار ته وړاندې او ۳۵ سلنه پاتې فارغانو يې خپله کاري فرصتونه رامنځ ته کړي دي.

Latest news

Sun, Feb 01 2026 2:41 PM
Background image

Meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, a meeting of the High Commission for the Resolution of Labor-Related Disputes was. . .

Wed, Jan 28 2026 1:25 PM
Background image

A Coordination Meeting Held Between Representatives of Industrialists, Traders, and Transport Unions

Under the chairmanship of the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and with the participation of the Advisor to the Deputy Prime Minister for Economic. . .

Mon, Jan 26 2026 11:56 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the CEO of Kam Air

 

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with the Chief Executive Officer (CEO) of Kam Air, Captain Jahed Azimi, along with his. . .

BACK TO NEWS