بهر ته د کارګرانو ليږلو ګډې کاري کمېټې غونډه جوړه شوه.

publish
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۲:۳۲
۲۱۳

دغه غونډه د کار او ټولنيزو چارو وزارت په رهبرۍ د نورو همکارو ادارو استازو په ګډون جوړه شوې وه، چې په کې د کډوالۍ ملي ستراتيژۍ د تطبيق اړوند هر اخيز بحثونه و شول.
په ناسته کې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي د خبرو په ترڅ کې د مهاجرت ملي ستراتيژي جوړيدل مهم ګام ياد کړ او د ستراتيژۍ په ښه تطبيق کې يې د همکارو ادارو مرسته او همکاري اړينه و بلله؛ ښاغلي هاشمي وويل، چې دغه ناسته هم په همدې موخه د همکارو ادارو استازو سره په ګډه جوړه شوې؛ څو بهر ته د کارګرانو ليږلو د لايحې، ستراتيژۍ او تخنيکي کاري کمېټې د لا ښې همغږۍ په موخه خپل نظريات تخنيکي کاري کمېټې سره شريک کړي.
نوموړي زياته کړه چې هڅه کوو، څو د غيرقانوني کډوالۍ د مخنيوي په پار د هيوادوالو لپاره د قانوني کاري کډوالۍ زمينه برابره کړو .
غونډه کې د سلام پروژې مسؤلينو د يادې پروژې د کړنو او د کارونو د تنظيم او بشري قوې عمومي رياست مشر هم بهر ته د کارګرانو ليږلو اړوند خبرې و کړې او د همکارو ادارو په همکارۍ او ګډ کار يې ټينګار و کړ.
غونډه کې د مختلفو ادارو راغلو استازو هم خپلې پوښتنې، نظرياتو او وړانديزونه شريک کړل او د کډوالۍ ملي ستراتيژۍ د تطبيق په برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د ګډ کار او همکارۍ ژمنې و کړې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۵:۴۹
Background image

توزیع پول نقد و لوازم حفظ‌الصحه به ۶۳۲ طفل شاقه‌کار، آسیب‌پذیر، یتیم و بی‌سرپرست در بلخ و فاریاب

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست‌های کار و امور اجتماعی ولایت‌های بلخ و فاریاب به ۶۳۲ طفل شاقه‌کار، آیسب‌پذیر، یتیم و بی سرپرست پول نقد و لوازم حفظ الصحه؛ از جمله به ۴۵۰ طفل در ولایت بلخ (. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

توزیع پول نقد و لوازم حفظ الصحه به ۲۰۸ طفل شاقه کار، یتیم و بی سرپرست در بغلان

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بغلان؛ برای ۱۰۰ طفل شاقه کار، یتیم و بی‌سرپرست ( به فی نفر ۱۳۰۰؛ جمعاً  ۱۳۰۰۰۰ افغانی) پول نقد و به ۱۰۸ تن اطفال دیگر لوازم حفظ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۱ - ۱۰:۵
Background image

آغاز روند بررسی ادارات امارتی در مرکز و ولایات

بر اساس حکم مقام ریاست‌الوزراء و طبق رژیم کاری امارت اسلامی، با پایان‌یافتن رخصتی عید قربان، روند بازرسی و بررسی حاضری کارکنان ادارات امارتی از سوی وزارت کار و امور اجتماعی در مرکز و. . .

باز گشت به اخبار