په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه
د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛ مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.
د مرستې د وېش پر مهال د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمدحنیف انس په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا خپل مسئولیت ګڼي، ترڅو په ټولنه کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو د لاسنیوي، ملاتړ ترڅنګ؛ تر یو بریده ورته د ژوند اسانتیاوې هم برابرې کړي.
همداراز نوموړي د هدف خیریه بنسټ له همکارۍ څخه د مننې سربېره؛ له نورو ملي او نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه هم وغوښتل، چې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنه او په دې برخه کې خپل بشري فعالیتونه پراخه کړي.
