د ټولنيزو چارو مرستيال د یونیسف ادارې له سرپرستې سره و کتل.

publish
أربعاء, أغسطس 26 2020 9:14 صباحا
1

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني په خپل کاري دفتر کې د يونيسف ادارې له سرپرستې آغلې شيما سين ګوپتا ( Sheema Sin Gupta) سره و کتل.

په ياده ليدنه کې دواړو لوریو د ټولنیز خوندیتوب او ساتنې پر څو کلن پلان، د ټولنيز خونديتوب پالیسۍ او همدارنګه د ماشومانو د ساتنې ملي پاليسۍ په تصويب او د هغې په تطبيقي پلان هر اړخيز بحث وکړ.

د ټولنيزو چارو مرستيال وزير غلام حيدر جيلاني په خپلو خبرو کې په هيواد کې د يونيسف ادارې له فعاليتونو او همکاريو مننه وکړه او د ماشومانو د خونديتوب او ساتنې په برخه کې د يادې ادارې فعاليتونه يې مهم وبلل.

هغه همدارنګه د ټولنيز خونديتوب ملي پاليسۍ په ترتيب او د يادې مؤسسې له تخنيکي مرستو ستاينه او مننه وکړه. ښاغلي جيلاني زياته کړه، چې ياده پاليسي د جمهور رئيس د مرستيال په مشرۍ په عالي جلسه کې د اړونده برخو له نظرياتو اخيستلو وروسته د تصويب په موخه طی مراحل کړي.

د افغانستان لپاره د يونيسف ادارې سرپرستې آغلې ګوپتا د ټولنيز خونديتوب ملي پاليسۍ او د تطبيقي پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او پريکړه وشوه چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دواړو لوریو تخنيکي کميټو ترمنځ ناسته وشي او په پالیسۍ کې د مناسبو بدلونونو او تغييراتو په اړه به له نږدې خبرې او کار وکړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار