د کار ملي پاليسي په پرنسيب کې تائيد شوه.

publish
اثنين, ديسمبر 23 2019 10:40 صباحا
2

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې چې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي، د کارګرانو اتحاديې ( امکا) مشر معروف قادري د معادن او صنايع خونې مشر رحيم الله سمندر او د وزارت يو شمير رئيسانو په کې ګډون کړی وه، په ترڅ کې يې د کار ملي پاليسي، چې د کارموندنې او کډوالۍ ملي استراتيژي هم په کې شامليږي، وروسته تر بحث او د ټولنيزو شريکانو له نظرياتو په پرنسيب کې تائيد شوه.

په دې ناسته کې د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي وويل، چې مخکې مو داسې منظمه او هر اړخيزه ستراتيژي نه درلوده، چې له نيکمرغه د ټولنيزو شريکانو، نړيوالې ټولنې او ماليې وزارت په همکارۍ او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پاليسۍ او پلان عمومي رياست په هڅو د دې پاليسۍ مسوده ترتيب شوه، چې موخه يې د کاري فرصتونو رامنځ ته کول، د کارګرانو د رفا تضمين، په کارونو کې د مؤثريت زياتوالی او د کارګرانو لپاره د ښه کاري محيط را منځ ته کول دي. ښاغلي هاشمي زياته کړه، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کار ملي پاليسۍ د ترتيبولو مسؤليت په غاړه لري، څو د بيکارۍ له منځه وړلو لپاره لازمې حل لارې چارې و لټوي، چې له نيکمرغه د کار ملي پاليسي کې هم د کار اړوند مهم موضوعات لکه د کارګر او کارفرما تر منځ اړيکو، د مسلکي او کار رامنځ ته کوونکو د مناسباتو، حد اقل مزد، په هيواد کې د کار کيفيت او کميت ته پاملرنې، د کار بازار مطابق د فني او حرفوي زده کړو د نصاب بيا کتنې، بهر ته د کارګرانو ليږلو او په ټوله کې د خصوصي سکتور سره په ښه همغږۍ هيوادوالو ته په کور دننه د کار موندنې مهم موضوعات راغلي دي.

وروسته د پاليسۍ او پلان عمومي سرپريت چاري قل اديب د کار ملي پاليسۍ د موخو اړوند يو جامع او هر اړخيز پريزنتيشن وړاندې کړ، چې په پايله کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو شريکانو د نظرونو تر اوريدلو دغه پاليسي په پرنسيب کې تائيد شوه.

 

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار