په لوګر او بادغیس کې یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته نقدي پیسې، البسه او حفظ‌الصحې توکي ووېشل شول

media_admin
أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:01 صباحا
توزیع کمک

 د بادغیس ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۳۸ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د البسه او حفظ‌الصحې توکو مرسته ترلاسه کړه.
 د توکو د وېش پر مهال د بادغیس ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس ملاتورجان خادمي له مرستندویه موسسو څخه د مننې سربېره؛ وویل: خوښ یو چې د مني موسم په رارسیدو سره؛ ۱۳۸ تنه ماشومانو ته، د ۳۱۵۰۰۰ افغانیو په ارزښت؛  د البسه او حفظ‌الصحې توکي لکه: قلم، کتابچه، شامپو، صابون، د غاښونو برس او کریم، روی‌پاک، دست‌پاک او زیر پېراهني وېشو. 
د یو بل خبر له مخې د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ ۴۲ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته؛  نقدې پیسې  هر ماشوم ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ، مجموعاْ ۴۲۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
د لوګر او بادغیس ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو په خپلو خبرو کې د همکارو خیریه بنسټونو څخه د مننې سربېره له همکارو کورنیو، نړیوالو موسساتو او نورو خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې د یتیمو او بې‎سرپرستو ماشومانو ستونزو ته د رسېدنې سربېره د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.
د یادونې ده، چې په لوګر کې د نصیر نصرت خیریه بنسټ او په بادغیس کې د صوفیه خیریه بنسټ له لوري یادې مرستې ووېشل شوې.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار