د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د پلان‌جوړونې روزنیز پروګرام جوړ شو

media_admin
أربعاء, أغسطس 13 2025 2:36 مساء
ارتقای ظرفیت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري؛ دا ځل د مالي او اداري چارو معینیت اړوند د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه، د کارکوونکو له لوري د پلانجوړونې تر عنوان لاندې یو ورځینی روزنیز پروګرام جوړشو.

د دې روزنیز پروګرام په پیل کې، مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې د پلان پر تطبیق، په یوه اداره کې د پلان پر ارزښت، په فعالیتونو کې د همغږۍ، په خپل وخت د چارو ترسره کولو او په ورځینو چارو کې د همکارۍ په اړه هر اړخیزه خبرې وکړي.

ورپسې د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي محب‌الله حبیبي هم په خپله  وینا کې د دې روزنیزې برنامې د ارزښت او ګټو د بیان سربېره، د دې برنامې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې په دې پروګرام کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو چارو کې په غوره توګه استفاده وکړي.

د یادونې وړده، چې د پلان د جوړښت، د پلان په ډولونو، ځانګړڼو او اهمیت په اړه ګدونوالو ته هر اړخیز معلومات د یاد  ریاست د پلان د طرح او تدوین آمر میرویس نیازي له لوري وړاندې کړل.

هېره دی نه وي؛چې له دې وړاندې یاده روزنیزه برنامه؛ د کار چارو  او ټولنیزو چارو معینیتونو کارکوونکو ته هم ورکړل شوې وه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار