د کار په انسټیټیوټ کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره دوه‌یمه ناسته ترسره شوه

media_admin
سبت, فبراير 22 2025 2:17 مساء
د کار او ټولنیزو چارو وزارت

بهر ته په قانوني ډول د افغان ماهرو کاریګرو د لیږد او هلته له پخوا څخه د مېشتو کاریګرو د ستونزو او ننګونو د حل پر څرنګوالي د بحث په موخه د کار او ټولنیزو چار وزارت اړوند د کار په انسټیټیوټ کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو له مسؤلینو سره د کار او ټولنیزو چارو، اطلاعات او فرهنګ، حج‌ او اوقافو او عدلیې  وزارتونو استازو د همغږۍ دوه‌یمه ناسته تر سره شوه.

په پیل کې د کارموندنې او سیاحتي شرکتونو د اتحادیې رئیس حاجي احمد سیر رحیمي په خپلو خبرو کې د خپلو کارونو، فعالیتونو او په یاده برخه کې د ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او بهر ته د افغان کاریګرو د لیږد د غوره تنظیم او ترتیب لپاره یې د سیاحتي او کارموندنې شرکتونو یوه ګډه طرحه د ناستې له ګډونوالو سره شریکه کړه.

همداراز نوموړي زیاته کړه، چې د اتحادیې شامل ټول د کارموندنې او سیاحتي شرکتونه به د ا.ا.ا د ټولو اصولو او قوانیونو په نظر کې نیولو سره خپل فعالیتونه او هڅې جاري ساتي.

ورپسې د کار او ټولنیزو وزارت د کاریګرو د لېږد رئیس مولوي محمد امین انیس؛ بهرنیو کاریګرمنونکو هېوادونو ته له افغانستان څخه د کاریګرو د قانوني لیږد بهیر د پیل لپاره او  یادو هېوادونو ته د افغان کاریګرو د قاچاق د مخنیوي پر اهمیت خبرې وکړي او زیاته یې کړه: بهر ته د افغان ماهرو کاریګرو د قانوني لیږد د غوره تنظیم په موخه ضروري ده؛ چې ټول سیاحتي او د کارموندنې شرکتونه په یوه اتحادیه کې ثبت شي او همداراز د د اتحادیو له تعدد څخه مخنیوی وشي.

همدارنګه نوموړي له سیاحتي شرکتونو وغوښتل، چې د سیاحت په ویزو افغانان؛ بهر ته د کار لپاره ونه‌لیږي ترڅو هلته د ارزانه او غیرقانونيکاري ځواک له لېږد څخه مخنیوی؛ او په پای کې د قانوني، عزتمن او ګټور کاري ځواک اعزام ته لاره هواره شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار