د کار چارو معین د صنعتکارانو ټولنې له مشر سره وکتل؛

naweed_admin
ثلاثاء, يوليو 02 2024 8:46 مساء
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې له مشر عبدالجبار ساپي او ورسره مل پلاوي سره وکتل. 
په پیل کې ښاغلي عبدالجبار ساپي په هېواد کې د بېکارۍ کچې ټیټولو، د اړمنو او بېوزله هېوادوالو لاسنیوي او له نشه‌یي توکو څخه رغېدلو کسانو ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې د برابرولو په برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې او فعالیتونه وستایل.
عبدالجبار ساپي همدارنګه، په هېواد کې د صنعتکارانو د عمده فعالیتونو، لاسته راوړنو او د دوی په وړاندې د شته ستونزو په اړه معلومات شریک او د دې وزارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه، چې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه لنډه مهاله او اوږد مهاله نظري او عملي پروګرامونه برابر کړي. 
ورپسې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ هېواد کې د خصوصي سکتور ونډه وستایله او څرګنده یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی ترڅو له دې برخې څخه قوي ملاتړ وکړي. 
په همدې ترتیب یې کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش څخه یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې خصوصي سکتور دې برخې ته پاملرنه وکړي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار