سپین بولدک او تورخم ښارګوټي کې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو لړۍ روانه ده

naweed_admin
أربعاء, ديسمبر 13 2023 11:21 صباحا

د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کندهار ولایت سپین‌بولدک او د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو پرون سه‌شنبه۴۱۵تنه بېرته راستنېدونکي هېوادوال سیستم کې ثبت او مختلفو برخو کې یې هغوی ته خدمات وړاندې کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونه توانیدلي چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي کې ۱۰۰تنه او د کندهار ولایت سپین‌بولدک ولسوالۍ کې ۳۱۵تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي، او هم د روغتیايي خدماتو، د ترانسپورت د تنظیم او د زیانمنو اقشارو څخه د ملاتړ په برخو کې د هغوی لاسنیوی وکړي. 
سیستم کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت موخه دهغوی د تعلیم او تحصیل د سویې معلومول او فني او حرفوي زد‌ه‌کړو ته یې لاسرسی دی چې له دې لارې به په راتلونکي کې د کاري فرصتونو په برابرولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.
 هېره دې نه وي چې یاد سیستم کې سایبري خوندیتوب پیاوړی شوی‌دی ترڅو د انټرنټي غلو د احتمالي بریدونو څخه هم خوندي پاتې شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار