هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو کې، بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويشلو د استازوليو جوړيدل اساسي اړتيا دی

naweed_admin
خميس, أبريل 21 2022 1:39 مساء
W


دغه خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) بهرنيو وګړو ته د کار جواز رياست له لوري د يوې ملي طرحې وړاندې کولو ناسته کې وکړه. 
دې ناسته کې، بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويشلو رئيس حافظ مولوي عبدالرحمن رحماني او همکارانو يې د يادې طرحې موضوعات د وزارت سرپرست سره شريک او پر هره ماده يې ورسره هر اړخيز بحث وکړ. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ياده طرحه اساسي اړتيا و بلله و يې ويل، چې د يادې طرحې پلي کېدل به د امنيت او بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويشلو له درکه د ملي عوايدو په ډيرېدو کې هم ډيره ګټوره تمامه شي. 
د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د يادې طرحې د جوړيدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د يادې طرحې د لا ښه سمون په موخه اړونده مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. 
د ويلو دی، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست څه موده وړاندې، يوې کاري کميټې ته دنده سپارلې وه؛ څو د وزارت اړونده مهمو برخو لپاره طرحې جوړې او د وزارت رهبرۍ سره شريکې کړي، چې له ښه مرغه د يادې کميټې له لورې شپږ ملي طرحې( کار را منځ ته کولو، د سوالګرۍ مخنيوي، په نشه يي توکو د روږدو کسانو را ټولولو او د هغوی د کاري وړتياوو بيرته ژوندي کولو، بهرنيو هيوادونو کې د افغان کارګرو د حقوقو خونديتوب، په هوايي ډګرونو او ګمرکونو کې بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويشلو او اړونده برخو کې د ملي او نړيوالو سازمانونو د مرستونو جلبولو ملي طرحې) جوړې او د وزارت مقام ته وړاندې شوي، چې د وزارت د سرپرست له لوري تر کتنې او دقيق سمون وروسته به د رياست الوزرا عالي مقام ته واستول شي.

تازه ترین اخبار

أحد, فبراير 01 2026 2:41 مساء
Background image

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل

 

عُقد اجتماع للجنة العليا لحل النزاعات الناشئة عن العمل برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة معين شؤون العمل، مسؤولي الجهات ذات الصلة، اتحاد العمال. . .

أربعاء, يناير 28 2026 1:25 مساء
Background image

عقد اجتماع تفاهم بين ممثلي اتحادات الصناعيين والتجار وناقلي البضائع

عُقد اجتماع تفاهم وتنسيق برئاسة وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبدالمنان عمري، وبمشاركة مستشار نائب رئيس الوزراء للشؤون الاقتصادية مولوي عبد الولي رحمت، ونائب وزير المالية. . .

اثنين, يناير 26 2026 11:56 صباحا
Background image

التقى معين شؤون العمل بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير

 

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بالرئيس التنفيذي لشركة كام إير، الكابتن جاهد عظيمي، والوفد مرافق له.

في بداية اللقاء. . .

باز گشت به اخبار