د امنيتي، دفاعي، ملکي او زندانونو په چارو کې د دولت وزارت د همغږۍ رئیس سره د ټولنيزو چارو مرستيال وزير ليدنه.

publish
أربعاء, فبراير 03 2021 8:56 صباحا
5

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو مرستيال وزير ښاغلي غلام حيدر جيلاني د افغانستان اسلامي جمهوريت د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امنيتي، دفاعي، ملکي او زندانونو په چارو کې د همغږۍ رئیس ښاغلي ډاکټر ميرويس څرګند سره د سولې په بهیر او د سولې بهير له برياليتوب وروسته د داعشي ماشومانو د ذهنیت جوړولو، ملکي ژوند ته د هغوی را ګرځيدو او همدارنګه خپلو کورنيو سره د یادو ماشومانو بیرته يو ځای کيدو په اړه خبرې وکړي.

په ناسته کې د ټولنيزو چارو مرستيال وزير وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت د بودجې کموالي او د مناسب ځای نشتوالي له امله نه شي کولای چې داعشي ماشومان په خپلو روزنتونونو کې ځای پر ځای کړي، څرنګه چې روزنتون د بیوزلو، ذهني تأخر سره مخ، متضرره، زيانمنونکو او واټونو باندې کارګر ماشومانو ځای دی؛ له همدې امله نشو کولای چې ګڼ شمېر داعشي ماشومان‌ د امنيتي دلايلو له مخې هلته تر روزنې او پالنې لاندې ونيسو.

وروسته د امنيتي، دفاعي، ملکي او زندانونو په چارو کې د همغږۍ رئیس ښاغلي ډاکټر ميرويس څرګند په خپلو خبرو کې وویل: د سولې راوستلو او په ځانګړي ډول د سولې بهير له برياليتوب وروسته د سولې ساتلو لپاره اړتيا ده چې دا ډول وسلوالو جګړو ځپلې ماشومانو ملاتړ وکړو.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د يادو ماشومانو غوره ساتلو او ملاتړ په ډګر کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار