د څوکۍ ولسوالۍ روزنتون کې د يو محراب مسجد د جوړيدو چارې پيل شوې

publish
سبت, يناير 16 2021 12:38 مساء
1399

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج، مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل او ورسره مل پلاوي؛ په داسې کې چې د کنړ والي محمد اقبال سعيد يې هم ملتيا کوله؛ د کونړ ولايت څوکۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او يادې ولسوالۍ کې يې د څوارلس لکه افغانيو په ارزښت د روزنتون ديوال او د ياد روزنتون لپاره د پنځلس زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو مسجد جوړيدو چارې پرانستلې.

د کار او ټولنيزو چارو وزير د خپلو خبرو په ترڅ کې د ياد روزنتون لپاره د سلام فونډيشن( بنسټ) د پنځلس زره امريکايي ډالرو په مرستې د يو مسجد جوړيدو څخه مننه وکړه او پر نورو پانګوالو يې هم غږ وکړ؛ څو هيواد کې د روزنتونونو او بې سرپرسته ماشومانو په پالنه کې همکاري وکړي.

ښاغلي ته ينج د روزنتون مسؤلينو او شاګردانو سره له نږدې خبرې وکړې؛ د هغوی ستونزې يې واوريدې او د ستونزو د حل ژمنه يې وکړه.

د ويلو دي، چې ياد روزنتون کې اوس مهال ۷۳ تنه يتيم او بې سرپرسته ماشومان روزل او ساتل کيږي، چې نن ورته د يونيسف ادارې په مالي مرسته ژمنۍ بستې هم و ويشل شوې.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار