د کار او ټولنيزو چارو وزير سره د ترکيې هېواد نظامي اتشې ليدنه

publish
سبت, يناير 16 2021 12:31 مساء
1399

دې ليدنه کې دواړو لوريو د فني او حرفوي زده کړو په ځانګړې توګه د افغان ـ جايکا فني او حرفوي زده کړو مرکز لا ښه سمبالښت اړوند هر اړخيز بحث وکړ.

همدارنګه د ترکيې هېواد د مرستو په دوام او د افغان ـ جايکا د فني او حرفوي زده کړو سمبالښت په موخه د ترکيې هيواد ګډو ځواکونو قومندانۍ، ملکي برخو سره د نظامي مرستو ادارې له خوا د ياد مرکز د خياطۍ څانګه په وسايلو سمبال او نن د کار او ټولنيزو چارو وزير او افغانستان کې د ترکيې هيواد د استازي له خوا پرانستل شوه.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د دوست هيواد ترکيې له مرستو مننه وکړه و يې ويل: ترکيې له افغانانو سره په هرو شرايطو کې مرسته کړې او موږ يې منندوی يو.

د ترکيې هېواد د ګډو ځواکونو قومندانۍ ملکي برخو سره د نظامي مرستو ادارې د افغان ـ جايکا د فني او حرفوي زده کړو مرکز د خياطۍ څانګې سره د ۱۸ پايې خياطۍ ماشينونو، برقي موتور، د خياطۍ ميز او نورو اړينو وسايلو مرسته وکړه، چې د ياد ماشينونو په نصب سره به ګڼ شمير نورو هيوادوالو ته هم د فن او حرفې زمينه برابره شي.

د ويلو ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ښو اړيکو ټينګښت په موخه د زيانمن شوي قشر لپاره د فني او حرفوي زده کړو مرکز د دريوو څانګو سمبالښت پروپوزل د ياد هيواد استازي ته و سپارل شو او مقابل لوري هم د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار