د کار چارو معین د زندانونو د چارو د سمون ادارې په روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۳۲
کار معین


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې په روزنیز سیمینار کې چې  موخه یې د چارو د غوره تنظیم وه ګډون او وینا وکړه. 
د سمنیار پای‌غونډې ته د کار چارو معین په خپلو خبرو کې وویل: تاسو ته څرګنده ده، چې د افغانستان اسلامي امارت له بیاځلي حاکمیت راهیسې د مخدره توکو د کرکېلې، قاچاق او استعمال پر وړاندې جدي مبارزه کړې او دغه لړۍ لا هم روانه ده. د دغې مبارزې په پایله کې، د دې شومې پدیدې کرکېله نږدې صفر ته راټیټه شوې ده؛ داسې پدیده چې ګټې یې بهرنیانو ته رسېدې، خو ذلت او بدنامي یې زموږ د هېواد له نوم سره یو ځای وه.
مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت هم په دې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړی دی، چې یاد  وزارت سږ کال د افغانستان په ټولو ولایتونو او مرکزي زندانونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو سمینارونه پیل کړي دي، چې د دغو سمینارونو په پلي کېدو سره به ګڼ شمېر هغه هېوادوال چې اوس‌مهال په زندانونو کې دي، د بېلابېلو کسبونو مهارتونه زده کړي او له بند څخه تر خلاصون وروسته به وکولی شي خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د ګټلو لامل وګرځي او د کار او کسب خاوندان شي.
د یادونې وړ ده، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کړې له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو او معلولو مجاهدینو ته هم په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو د مسلکي مهارتونو په زده‌کړې سره د کار بازار ته داخل شي، پر ځان بسیا او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابره کړي. دغه وزارت تر دې وړاندې هم د کابل په ګډون د هېواد په ټولو زونونو کې د خپلو فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزونو څخه له لسو زرو څخه ډېر له اعتیاد څخه رغېدلي کسان فارغ کړي او هغوی ته یې کاري وسایل هم وېشلي دي، ترڅو د کار او کسب له لارې د ټولنې فعال غړي وګرځي او خپلو کورنیو ته ستانه شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
Background image

راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۹
Background image

د ټولنیزو چارو معین د نوف آنلوس موسسې له مشرې سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمین‌زاده د خپل کار په دفتر کې د نوف آنلوس (NOVE ONLUS)  همکارې موسسې له مشرې سوسانا فیوریټی سره وکتل او د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال کنفرانس ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار د قواعدو، شرایطو د ښه‌والي او خوندیتوب رئیس مولوي حسین‌احمد مدني د اسلامي هېوادونو د کار سازمان په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ او د کارکوونکو او. . .

بیرته خبرونو ته