راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې نوبتي ناسته وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
د کار معینیت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو او اقتصاد وزارتونو استازو په شتون کې؛ نوبتي ناسته وکړه.

په ناسته کې ټولو ګډونوالو؛ راستنېدونکو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو، د کار او سوداګرۍ په برخو کې د اړینو اسانتیاوو رامنځته کولو، د هغوی د مسلکي مهارتونو لوړولو، د کاري وضعیت او وړتیاوو ارزونې، د کار بازار له اړتیاوو سره سم د حرفوي زده‌کړو د پروګرامونو تنظیم، په استخدام کې هغوی ته لومړیتوب ورکولو؛ د کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. همدارنګه راستنېدونکو مهاجرینو ښارګوټو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د جوړولو د طرحې په اړه هم په تفصیل سره خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکي هېوادوال له ډېرو اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، چې د هغوی د باثباته ژوند د پرمخ بیولو لپاره دوامداره د عوایدو سرچینې، سرپناه او په هېواد کې ورته د کاري فرصتونو برابرول اړین دي او په ورته وخت کې باید هغوی ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه هم برابره شي، ترڅو خپلې ستونزې حل او په ارامه فضا کې ژوند تېر کړي.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې د یادې کمېټې له لوري به یو پلاوی وټاکل شي، ترڅو د هېواد ټولو زونونو ته سفر وکړي او د راستنېدونکو مهاجرینو په ښارګوټو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د جوړولو لپاره د اړتیا وړ حرفو او مسلکونو تشخیص او ارزونه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په یاده ناسته کې د کار چارو مشاور مولوي محمد کریم حنفي، د تقنین او کار حقوقو رئیس بشیراحمد راسخ، د فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز او د معلوماتو او ټکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۹/۴ - ۹:۳۲
Background image

راستنېدونکو هېوادوالو ته د کاري فرصتونو برابرولو کمېټې نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۹
Background image

د ټولنیزو چارو معین د نوف آنلوس موسسې له مشرې سره وکتل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله آمین‌زاده د خپل کار په دفتر کې د نوف آنلوس (NOVE ONLUS)  همکارې موسسې له مشرې سوسانا فیوریټی سره وکتل او د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کارکوونکو او کارګرو د روغتیا او خوندیتوب په اړه اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال کنفرانس ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار د قواعدو، شرایطو د ښه‌والي او خوندیتوب رئیس مولوي حسین‌احمد مدني د اسلامي هېوادونو د کار سازمان په انلاین کنفرانس کې ګډون وکړ او د کارکوونکو او. . .

بیرته خبرونو ته