برنامه مو ملي، لاره مو تقوا، صداقت او د فساد پر ضد مبارزه دی
دغه خبرې د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي سرپرست بشیر احمد ته ینج، د مخکني سرپرست سید انور سادات د کړنو څخه د ستاینې او خپله لومړۍ کاري ورځ کې د وزارت کارکوونکو سره د معرفت غونډه کې و کړې.
هغه غونډه چې په همدې موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، په کې د مشرانو او ولسي جرګې استازو، د ټاکنو او اداري اصلاحاتو کمیشنرانو، ګڼ شمیر مخورو مشرانو او د وزارت رهبري هیئت او وزارت کارکوونکو ګډون کړی وه.
پیل کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر په توګه د بشیر احمد ته ینج د تقرر حکم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس محمد یونس صدیقي له خوا و لوستل شو او ور پسې د کار او ټولنیزو چارو مخکني سرپرست سید انور سادات په خپله کاري دوره کې د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبرې و کړې او د نوي سرپرست وزیر په توګه د بشیر احمد ته ینج ګمارنه یې پر ځای اقدام یاد کړ او نوموړي ته یې په کارونو کې د بریالیتوب هیله و کړه.
د کار او ټولنیزو چارو نوي سرپرست وزیر بیا د خپلو خبرو په ترڅ کې د جمهوري ریاست عالي مقام د اعتماد څخه مننه و کړه او ژمنه یې و کړه، چې کارونه به د وزارت له همکارانو سره په ښه او صادقانه توګه مخته یوسي.
نوموړي وویل: برنامه مو ملي، لاره مو صداقت او د فساد پر ضد مبارزه دی، ښاغلي ته ینج د وزارت له همکارانو و غوښتل، څو له مراجعینو سره نیک او مسؤلانه چلند و کړي.
غونډه کې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي، مالي او اداري چارو مرستیال مسعود الله اوریاخیل او د وزارت مقام سلاکار فضل الباري شمسي هم خبرې و کړې، دوی د کار او ټولنیزو چارو مخکني سرپرست کړنې و ستایلې او نوي سرپرست ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله و کړه.
په پای کې هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د مخکني سرپرست وزیر د کړنو څخه د ستاینې په موخه نوموړي ته د قدردانۍ لوحه ور کړل شو.
