ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو.
په همدې موخه نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات او رهبرۍ غړو ملت سره په تیر یو کال کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کړنو او لاسته راوړنو اړین معلومات شریک او د خبریالانو پوښتنې یې ځواب کړې.
سید انور سادات وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تیر مالي کال کې تر ۹۰ سلنه زیاته پراختیایي او ۹۵ سلنه عادي بودیجه مصرف کړې او سره د دې چې دا وزارت عایداتي وزارت هم نه دي؛ خو بیا هم د داخلي او بهرنیو کار جوازونو له اړخه یې نږدې یو نیم میلیارد افغانۍ د دولت خزانې ته تحویل کړې دي.
سید انور سادات زیاته کړه، چې د کار ټولنیزو چارو وزارت تر دې مهاله د انلاین سیستمونو په برخه کې د معلوماتو مرکز، د کارونو د لا ښه سمون لپاره ولایتونو سره ویډیويي کنفرانس سیستم، د داخلي او بهرنیو کار جوازونو انلاین سیستم، اداري مراسلاتو، پروژو ارزونې او ګزارش اخیستو او کار بازار مطالعې انلاین سیستمونه جوړ کړي دي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هم منظم دفتر او یو کارمند استخدام شوی دی، چې هیوادوال هر وخت کولای شي، د دې وزارت اړوند معلومات له دې څانګې څخه تر لاسه کړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د قوانینو اړوند وویل، چې د دې وزارت له لوري اوه قوانین او مقررې نهایي او په رسمي جریده کې نشر شوي دي، چې له ښه مرغه په دې قوانینو کې د خصوصي سکتور کارکوونکو د تقاعد مقرره هم نهایي او په رسمي جریده کې نشر شوې ده، چې د دې قانون له مخې به د خصوصي سکتور هر کارمند د یو کال کار په بدل کې یوه میاشت اضافي د تقاعد مستحق هم کیږي، چې د یو منظم سیستم له لارې به دغه پيسې د خصوصي سکتور ادارو څخه هر کال را ټولې او د کارکوونکو اکونټونو ته به د تقاعد خزانې له خوا د یو منظم سیستم له لارې نتقالیږي؛ همدارنګه اته پالیسۍ، ستراتیژیک پلانونه او مسودې هم نهایي او له نویو زیاتوونو سره بیا کتل شوي دي.
ښاغلي سادات د فني او حرفوي زده کړو په برخه کې وویل، چې په تیر مالي کال کې تر ۳۳ زره زیاتو هیوادوالو ته فني او حرفوي زده کړې ور کړل شوي دي، چې له دې ډلې ۷۰ سلنه شاګردانو کارونه هم تر لاسه او یا هم خپله شخصي کارو بارو پیل کړی دی.
نوموړي وویل، چې د کارموندنې خدمتونو انلاین سیستم( انلاین وظیفه) د آسان خدمت ادارې په مرسته جوړ او امتحاني کاروونه یې هم پیل شوې ده، ښاغلي سادات زیاته کړه، چې د شغلي مهارتونو ۳۵ استندردونه جوړ او ۳۴ ښوونیز نصابونه هم جوړ شوي دي.
سید انور سادات همدارنګه وویل، چې نږدې یو سل او پنځه اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت کورنیو او بهرنیو مؤسسو سره د ټولنیزو چارو او کار اړوند هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي، د کاري کډوالۍ ملي ستراتیژي او اجرایي پلان یې جوړ او په نږدې راتلونکي کې به بهر ته د کارګرانو پروسه هم پیل شي.
ښاغلي سادات همدارنګه وویل، چې اوس مهال په هیواد کې ټولټال ۶۸ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعال دي، چې نږدې لس زره یتیم او بې بضاعته ماشومان په کې ساتل او روزل کیږي، نوموړي زیات کړه، چې ۱۳ بابه روزنتونه به له مخکې جوړو شویو قطعاتو څخه جوړ شي، چې اوس مهال یې د پنځو هغو د بنسټ ډبره هم ایښودل شوې ده، همدارنګه کنړ ولایت کې یو باب روزنتون د دولت له بودجې او دوه نور د ننګرهار او غزني ولایتونو خلکو سره د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه او ژمنه، هم تر کار لاندې دي.
سید انور سادات وویل، چې یو شمیر نور روزنتونه چې اوس مهال په کې شاګردان هم ساتل او روزل کیږي، په مرکز او ولایتونو کې د لا ښوو خدمتونو وړاندې کولو په موخه بیا و رغول شوه او همدارنګه د ماشومانو دې قشر ته د لا ښې پاملرنې په موخه د روزنتونو مقرره تعدیل، پنځه کلن ستراتیژیک پلان یې جوړ او د روزنتونونو د پذیرش او لیلیې طرزالعمل یې هم بیا نوی شو، چې د روزنتونو ماشومانو ته په کې ګڼ شمیر اسانتیاوې او خدمتونه په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلي سادات همدارنګه زیاته کړه، چې هرات ولایت کې د خوافي شرکت، کاپيسا او سرپل ولایتونو کې د دوست هیواد هندوستان او کندهار ولایت کې هم د متحده عربي اماراتو په مرسته روزنتونونه جوړ شوي دي.
د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات همدارنګه وویل، چې د خصوصي روزنتونو د جواز له طریقه یې څه کم یو سل او څلویښت میلیونه افغانۍ او اولس میلیونه افغانۍ هم وړکتونونو کې د ماشومانو د فیس له درکه د دولت خزانې ته عواید را ټول کړي دي.
د ویلو دی، چې ملت ته د دولت د حساب ور کولو پروګرام د جمهوري ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو ادارې له خوا لاره اچول شوی دی، چې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خپلې نوبتي خبري ناستې په ترڅ کې په تیر یو کال کې د خپلو کړونو راپور له خبریالانو، مدني فعالانو او د ملي تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه هیوادوالو سره شریک او خبري پروګرام په پای کې د وزارت د رهبرۍ له خوا د خبریالانو پوښتنې هم ځواب شوې.
