ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول
ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴۵۷۷۸۰ افغانیو په ارزښت ووېشل شول.
هغې غونډې ته، چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه؛ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیبالله عمر د سرف افغانستان همکارې مؤسسې له مالي مرستې څخه د مننې سربیره له نورو ملي او نړیوالو موسساتو او مرستندویه خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او په هېواد کې د بېکارۍ د کچې د راټیټېدو لپاره دا ډول مرستې وکړي.
