په خوست ولایت کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه نږدې ۱۲۰۰ تنه ځوانان فارغ شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲
خوست ولایت کې د ۱۲۰۰ ځوانانو فراغت

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خوست ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د سلګونو تنو ځوانانو په فراغت غونډه کې د ګډون او وینا سربېره، پر هغوی کاري وسایل هم ووېشل.  

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې، د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي امیر صاحب جان حقاني، مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، د دې ریاست  له لوري ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامو په اړه معلومات شریک او ډاډ یې ورکړ، چې په دې برخه کې به تر پخوا لا ډېره پاملرنه کوي.

ورپسې د خوست مرستیال والي، مولوي محبوب‌شاه قانت خپله وینا کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري، په مختلفو ولایتونو کې د ورته برنامو څخه ستاینه وکړه او دا یې ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې مثبتې وبللې. په همدې ترتیب یې فارغو شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی غوښتنه وکړه، چې له خپلو زده‌کړو څخه په استفادې سره دې د خپلو خلکو خدمت وکړي او هم دې نور ځوانان زده‌کړو ته وهڅوي.

په همدې ترتیب د کوار همکارې مؤسسې مسوول هم خپله لنډه وینا کې د خپلو فعالیتونو او راتلونکو برنامو په اړه معلومات وړاندې او ډاډ یې ورکړ، چې په دې ولایت کې به خپلې برنامې پراخوي.

په دوام یې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي هم وینا وکړه او خوښي وښوده، لومړی ځل دی، چې په خوست ولایت کې نږدې ۱۲۰۰ تنه ځوانان په مختلفو شپږو حرفو کې د نظري او عملي زده‌کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته فارغ او نن یې خپل سندونه او کاري وسایل ترلاسه کړل. د کار چارو معین زیاته کړه: د امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت سره سم دې وزارت د معلولو مجاهدینو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو برنامه په لار اچولې او هم یې په مختلفو ولایتونو کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د یادو زده‌کړو زمینه برابره کړې، چې تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ زره تنه ورڅخه مستفید شوې دي.

مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: په پام کې ده چې بېرته راستنېدونکو، کوچیانو او محبوسینو ته هم د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې تطبیق او عملي شي، ترڅو له دې لارې له یوې خوا د بېکارۍ کچه ټیټه شي او له بلې خوا د کار بازار اړتیاوو ته په کتو ماهر او کاري ځواک وروزل شي.

د کار چارو معین همدراز وویل، چې په هېواد کې د اسلامي نظام راتګ د افغان ولسونو د قربانیو پایله ده او د دې ساتنه، پالنه او ورسره له نږدې سلا مشورې کول هم زموږ د ټولو ګډ مسؤلیت جوړېږي او باوري یم، چې په دې برخو کې به تر پخوا لا پاملرنه کېږي.

د یادولو ده چې د پلاوي په ترکیب کې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس، د مقام د ټولنیزو چارو سلاکار، د مطبوعاتو رئیس او د کار چارو معینیت سلاکار هم غړیتوب لري.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته