بغلان او ننګرهار کې ۴۲۲ مهاجرو، اړمنو او زیانمنو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۴:۲۶
توزیع کمک ها

د بغلان او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو؛ د یادو ولایتونو ۴۲۲ مهاجرو، اړمنو او زیانمنو کورنیو، چې ۲۴۲ کورنۍ د بغلان ولایت له برکې، مرکزي بغلان او ډنډې غوري ولسوالیو او ۱۸۰ نورې کورنۍ د ننګرهار ولایت له سره‌رود او بټي‌کوټ ولسوالیو څخه وې؛ غیر خوراکي توکي ترلاسه کړل.
مهاجرو، اړمنو او زیانمنو کورنیو ته؛ په یادو مرستو کې  څه باندې د دوه  اعشاریه‌ شپږ میلونه افغانیو په ارزښت د سرپناه، پخلنځي، خوب خونې او حفظه‌الصحې وسایل ووېشل شول.
د بغلان او ننګرهار ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو استازيو په خپلو خبرو کې د همکارې مؤسسی ( وارچایلډ کاناډا) څخه د مننې سربېره له همکارو کورنیو، نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو په هېواد کې زیانمنو او اړمنو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې سربېره د هغوی لاسنیوی او ملاتړ وشي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته