کابل کې ۲۱۶ تنه اړمنو او بېوزله کسانو ته کاري وسایل ووېشل شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۵۳
شکردره

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو او همغږۍ؛ د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې ۲۱۶ تنه اړمنو او بېوزله کسانو ته، چې د ځانګړې سروې په ترڅ کې تشخیص شوي وو د کوچنيو کاروبارونو د زمينې برابرولو په موخه د خیاطۍ، بوټ‌ګنډلو، دوکاندارۍ، نلدوانۍ، فلزکارۍ، پنچرمینۍ، ټوکرپلورني او مالدارۍ) په حرفو کې تر ځانګړو زده‌کړو وروسته کاري وسایل ووېشل شول.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د ټولنې بېلابېلو ډلو، په ځانګړې ډول اړمنو او بېوزلو کسانو لاس‌نیوی وکړي او هغوی ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره کړي، ترڅو دوي وکولي شي چې خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پېدا کړي.

همداراز مولوي احمدزي له همکارې مؤسسې سرف افغانستان څخه دمننې سربېره له نورو همکارو مؤسساتو څخه هم غوښتنه وکړه، چې په خپلو فعالیتونو کې پراخوالی راولي، ترڅو په ټولنه کې د بېکارۍ کچه راټيټه او هېوادوالو ته په مختلفو برخو کې د کاري فرصتونو زمینه برابره او شته ستونزې حل شي.

ورپسې د شکردرې ولسوال مولوي فدا محمد فدايي هم په خپلو خبرو کې راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست سربېره له مستحقینو څخه غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو وسایلو او توکو څخه په غوره توګه ساتنه او استفاده وکړی.

په پای کې د سرف افغانستان همکارې مؤسسې استازي هم په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او یادې ولسوالۍ د مسؤلینو له همکاريو څخه مننه وکړه او زیاته کړه؛ دا زمونږ هڅه ده ترڅو د خپلو هېوادوالو لپاره د ځان‌بساینې، دعاید پیدا کولو او د اقتصادي ثبات زمینه برابره کړو او په وخت سره یې ستونزو ته رسېدنه وکړو.

د یادولو ده، چې په غونډه کې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح او د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز هم حضور درلود.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته