د کار او ټولنیزو چارو وزیر په هېواد کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۶:۰
ایران

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي سره ولیدل؛ او په دوه‌اړخیزه اړیکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو پر موضوعاتو یې خبرې وکړي.

په پیل کې الحاج ملا عبدالمنان عمري؛ سفیر او مل پلاوي ته یې د ښه‌راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: اړینه ده؛ چې د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته په ګډه رسېدنه وشي؛ ترڅو هېوادوال په خپله خوښه هېواد ته راستنه شي او د راتګ په صورت کې هغوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري وویل: موږ لېواله یو؛ چې د کار بازار مطالعې په برخو کې د یو بل له تجربو څخه ګټه واخلو او هغه هېواد ته د افغان ماهرو کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي له ایراني لوري سره مفصلي خبرې ولرو؛ ترڅو تفاهم ته ورسیږو.

ورپسې د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا بېکدلي وویل: د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ناقانونه افغان کډوالو موجودیت، د ایران د کار بازار مختل کړی دی؛ ژمن یو چې افغانستان ته د هغوی په غوره او بهتر  انتقال کې لازم سهولتونه برابر کړو.

 ښاغلي علي‌رضا بېکدلي زیاته کړه: له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لیواله یو، او غوره بولو چې افغان ماهر ځواک ته په خپل کار بازار کې او همدارنګه ایراني ماهرو کارګرانو ته؛ د افغانستان په کار بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه وکړه؛ چې په دې تړاو به ناستې پر راتلونکي کې دوام مومي، ترڅو مشترک تفاهم ته ورسیږو او په همدې موخه د ایران اسلامي جمهوریت سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري ته بلنه ورکړه؛ چې په دې او اړونده نورو موضوعاتو د بحث او تفاهم لپاره تهران ته سفر وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته