راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۹:۵۰
راستنیدونکي کډوال

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ او د اړوندو وزارتونو د استازو په ګډون، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د کاري فرصتونو د برابرولو کمېټې نوبتي ناسته کې، امارتي ادارو سره د کارموندنې په موخه  د نږدې ۲ زرو تنو بېرته راستنېدونکو د نومونو او ځانګړنو لېستونه شریک شول.

ناسته کې چې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد او کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو استازو ګډون درلود؛ څرګنده شوه چې د لېستونو د استولو لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام مومي او په دې برخه کې به د امارتي ادارو او خصوصي سکتور د پاملرنې او مرستې غوښتنه کېږي. همداراز څرګنده شوه چې د مسؤلیتونو مطابق به؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو برنامې پراخوي، د اقتصاد وزارت به د مرستو په جلب او جذب کې هڅې کوي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د راستنېدونکو سوداګرو د پانګونې په موخه سهولت برابروي، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو وزارت به د سرپناه په برابرولو او نورو اړوندو برخو کې خپل رول ادا کوي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت به هم د کرنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه په لار اچوي.

د ویلو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار موندنې کمېټې مشري په غاړه لري او غړې ادارې یې پورته ذکر شوي وزارتونه دي، چې په ناستو کې یې ټول تمرکز بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د کارموندنې د فرصتونو برابرول او په دې لاره کې د مشترکو اقداماتو ترسره کول دي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۴:۶
Background image

د ماشوم ساتنې کمېټې غړو ته د ظرفیت‌لوړونې روزنیز ورکشاپ پیل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم‌ساتنې ریاست په هڅو او د افغانستان د هوساینې او پراختیایي خدمتونو (ADWSO) موسسې په همغږۍ؛ د ماشومساتنې کمېټې دایمي استازو ته د مسلکي ظرفیت‌لوړونې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

بیرته خبرونو ته