د کار او ټولنیزو وزرات کې د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د فعالېدو په موخه، هوکړه لیکونه لاسلیک شول

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۵
آسان وظیفه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني ترمنځ، د اسنادو د مدیریت او آسان وظیفې د سیسټمونو د رامنځته کېدو او فعالیت په موخه، هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر وويل‌: آسان وظيفه سيسټم به وکولای شي چې د کار غوښتونکي او کارورکونکي ترمنځ واټن لنډ کړي، د با استعداده قوې استخدام آسان کړي او دقيقې کاري سروې په لاره اچولو کې اغيزمن تمام شي.

الحاج ملا عبدالمنان عمري د برېښنايي حکومتولۍ په ترويج کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هلو ځلو ستايلو ترڅنګ زیاته کړه: کوم سیسټمونه چې اوس مهال فعالېږي دا به د کارونو په مدیریت او د چارو د آسانتیا په برخه کې تر ډېره مرسته وکړي.

ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر په خپلو خبرو کې وویل: د وخت اړتیاوو ته په کتو هڅه کوو، چې له معلوماتي تکنالوژۍ څخه په ګتې اخېستنې سره امارتي ادارو او وزارتونو لپاره د چارو د آسانتیا په موخه پرمختللي سیسټمونه فعال کړو ،چې په دې برخه کې هڅې روانې او یاد سیسټمونه به په خپل وار به د اړوندو ادارو په اختیار کې ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د اسنادو د مدیریت جوړ شوی سیسټم به د اسنادو ثبت، انتقال او تعقیب په مؤثر،، خوندي او شفاف ډول تنظیم کې آسانتیاوې برابرې او له لارې به یې مراجعین وکولای شي په انلاین ډول خپل اسناد او د سندونو وروستی حالت وګوري چې په کومه برخه کې تر کار لاندې دي.

همدا ډول د آسان وظیفې سیسټم له لارې به د هېواد په کچه امارتي ادارې او خصوصي سکتور وکولای شي خپل خالي بستونه اعلان ته وسپاري او کارکوونکو مدیریت، د دندې پلټنه د سوانحو خلص او د وړاندیزونو مدیریت یې نورې مهمې برخې دي.

 

 

 

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته