د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین د سرپل له والي سره وکتل؛

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۸:۴۹
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد سرپل ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت له والي مولوي محمد ظریف مظفر سره وکتل.
د سرپل والي له کابل څخه راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ولایت د ځوانانو لپاره یې د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامو د زیاتېدو غوښتنه یې وکړه. همدا راز یې څرګنده کړه سره له دې، چې سرپل د طبیعي زېرمو له پلوه غني ولایت دی او هم یې د نفتي موادو استخراج کې ګڼ شمېر هېوادوالو ته مختلفو برخو کې د کار زمینه برابره شوې‌ده خو په خواشینۍ سره، چې د سرپل اوسېدونکو ته لومړیتوب نه‌دی ورکړل شوی او دوی له پامه غورځول شوي‌دي او په دې برخه کې د اړوندو مسؤلینو د پاملرنې او همکارۍ غوښتونکی شو.
مولوي محمد ظریف مظفر زیاته کړه: مؤسسات دې وهڅول شي، ترڅو خپلې مرستې د کار په بدل کې ووېشي، چې په دې سره به ګڼ شمېر هېوادوال په دندو بوخت او هم به د هېواد په آبادۍ کې تر یو حده کار شوی وي.
د کار او ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد هم خپله وینا کې د کار ملي کانفرانس د موخو د تعقیب په برخه کې د دې وزارت د پاملرنې او په دې برخه کې یې د ځینې ابتدايي پرمختګونو څخه یادونه وکړه همدارنګه یې زیاته کړه، چې دا وزارت غواړي د مختلفو برنامو د عملي کېدو له لارې هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې او د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.
د کار چارو معین د دې ترڅنګ، چې د سرپل له والي وغوښتل، ترڅو د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست څخه ملاتړ وکړي، څرګنده یې کړه: د قشقري د نفتو د استخراج پروژې اړونده برخو کې د کار کولو په منظور دې د پخوا په څېر د سرپل د کار او ټولنیزو چارو ریاست ورته په شرایطو برابر اشخاص معرفي کړي او په دې برخه کې دې د وظیفوي تداخل مخنیوی وشي، ځکه دا چاره به له یوې خوا د دې ولایت اوسېدونکو ته د کار موندنې سبب شي او له بلې خوا به د بې نظمۍ مخنیوی وشي. مولوي محمد زاهد ژمنه وکړه، چې په دې اړه به د مرکز له مسؤلینو سره هم بحث او خبرې وکړي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته