د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخوا د څه باندې ۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د هوکړه لیکونو لاسلیک

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۰:۴۹
ف

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین نن د یوې ناستې په ترڅ کې له یوشمېر کورنیو او بهرنیو همکارو مؤسسو سره د څه باندې څلورمیلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
ناسته کې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ځینو رئیسانو هم ګډون درلود،  مالي او اداري چارو مرستیال وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې د خلکو په خاص ډول د اړمنو او زیانمنو کسانو د ژوند د ښه والي لپاره لازمې او زیاتې هڅې وکړي. همداراز یې ټینګار وکړ چې کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې دې هڅه وکړي ترڅو خپلې پروژې په لرې پرتو سیمو کې چې له خدماتو محرومې پاتې شوې دي عملي کړي او هم دې د افغانستان د اسلامي امارت اصول او پالیسي په پام کې و نیسي.
د مؤسساتو په استازیتوب حبیب الله وردګ،  د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې د سهولتونو د جوړېډو او هوکړه لیکونو دلاسلیک له امله مننه څرګنده او ژمنه وکړه چې د مؤسساتو چارې به له دې وزارت سره په همغږۍ پرمخ بیايي.
د ویلو ده چې له کورنیو او بهرنیو مؤسساتو سره دیارلس عنوانه هوکړه لیکونه د افغانستان د اسلامي امارت د ( داخلي او خارجي مؤسساتو او انجوګانو د فعالیت او چارو سمون طرزالعمل) په رڼا کې لاسلیک شول چې مجموعي ارزښت یې څلوراعشاریه یو میلیون ډالر وو او د فن او حرفې، روزنتونونو، د بشري مرستو وېش او له ماشومانو څخه د ملاتړ برخې یې عمده موخې وې چې دا پروژې به افغانستان شموله وي او له مخې به یې  ۲۳۴۰۰ تنو ته خدمات ترسره کیږي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته