د کار او ټولنیزو چارو نوی سرپرست وزیر کارکوونکو ته معرفي شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۲۰:۱۴
E


د افغانستان اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبة الله آخندزاده حفظه الله د ۴۱۷  ګڼې،  ۲۳/۶/۱۴۴۴ نیټې د فرمان په اساس ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوی سرپرست وزیر ټاکل شوې؛ چې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت کارکوونکو او منسوبینو ته وروپیژندل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین، ټولو راغلو میلمنو او ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست په توګه د ملا عبدالمنان عمري له ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړه او نوموړي ته یې د نوې مسوولیت له امله مبارکې وویله.
مولوي حقبین په خپلو خبرو کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت اصلي موخه حکومت کول نه؛ بلکه د افغانستان جګړه ځپلې او بیلابیلو ستونزو سره مخ ولس ته خدمت دی، د ظالم مخنیوی او د مظلوم حمایت دی او د الله ج پر ځمکه د الهي حکومت قایمول دی او موږ نوي سرپرست وزیر ته اطمنان ورکوو کې چې ولس ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ستاسو ترڅنګ یو.
غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار د چارو مرستیال وزیر مخدوم عبدالسلام سعادت په خپلو خبرو کې وویل چې د سرپرست وزیر په توګه د ملاعبدالمنان عمري له ټاکل کیدو خوښ یو او زیاته یې کړه چې په هر ډول نظام کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یو نظام د استحکام اساسي مرجع بلل  کیږي او وویل چې په ټوله کې ولس او په ځانګړې ډول مظلوم قشر ته خدمت، د یاد وزارت د ارزښت ښکارندویي کوي او زیاته یې کړه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولو مسوولیتونو ته په پوره رسیدنه سره به په هیواد کې د بیکارۍ او ناامنۍ ټولې ستونزې حل شي. 
په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د چارو د اداری لوی رییس مولوی شیخ نورالحق انور د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوی سرپرست وزیر په توګه د ملاعبدالمنان عمري د ټاکل کیدو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هیبة الله آخندزاده فرمان قرائت کړ او ترڅنګ یې زیاته کړه: په یو نظام کې تبدیلي، تقرر، تنزیل او ترفیع یو مهم اصل دی چې له نیکه مرغه ټول نظام د افغانستان اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو حمایت او اطاعت کوي.
شیخ انور زیاته کړه: اوس اسلامي امارت د هیواد په ګوټ ګوټ کې اړمنو او مستحقو هیوادوالو ته د خدمت رسولو لپاره هوډمن دی. د مثال په ډول د معتادینو تداوی او په ټولنه کې د هغوی بیرته ادغام ته پروګرام لرو او د سوالګرو راټولو پروسه به تر وروستي سوالګر دوام پیدا کوي.
غونډې ته کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملاعبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې ټول هیوادوال یووالي او پیوستون ته راوبلل او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسوبینو څخه یې وغوښتل چې خپل د مسوولیت لمړیتوبونو وپیژني  ولس ریښتونې او صادقانه خدمت او د هیواد مظلوم قشر ته پوره پاملرنه وکړي.
په پای کې یاده غونډه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د عوت او ارشاد رئیس مولوي عبدالولي حماد په دعایه سره پای ته ورسیده.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته