کونړ کې ۱۹۰ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ته ژمني توکي ووېشل شول
د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛۱۹۰ تنه یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو، ژمنی البسه لکه: جمپر، دستکشې، جرابې، بنین او خولۍ د ۱۹۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت ترلاسه کړل.
د توکو د وېش پر مهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب الله عمر په خپلو خبرو کې د متحده عربي اماراتو له مرستې څخه د مننې ترڅنګ له نورو ملي او نړیوالو موسساتو او مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستې او همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو د ژمي په موسم کې د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو ستونزو ته رسېدنې ترڅنګ د هغوی ملاتړ هم وشي.
