کابل کې د فني او حرفوي زدهکړو لپاره له ۲۸۰ تنو ځوانانو ازموینه واخستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ خیرخانې سیمه کې پروت د فني او حرفوي زدهکړو مرکز ته د نویو زدهکوونکو د جذب په موخه له ۲۸۰ تنه ځوانانو په مختلفو ( نلدوانۍ، ساختماني برېښنا، فلزکارۍ او خياطۍ) حرفو کې په ډلیزه توګه آزموینه واخستل شوه، چې له یادو ځوانانو څخه به یواځې ۱۲۰ تنه جذب شي؛ ترڅو په نظري او عملي ډول فني او حرفوي زدهکړې ترلاسه کړي.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زدهکړو د مراکزو د تنظيم رئیس مولوي عبدالواحد فایز په خپلو خبرو کې وویل: دغه ځوانان به تر شپږو میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو ترلاسه کولو وروسته؛ د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازارته واړندې شي.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ د کار او ټولنیز چارو وزارت هڅه داده تر څو په ټولنه کې د بیکارۍ کچه راټیټه، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې او په ځانګړي ډول ځوانانو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړي تر څو هغوی و کولی شي، چې خپل هیواد او ټولنې ته د خدمت ترڅنګ؛ خپلې کورنۍ ته هم حلاله نفقه پیداکړي.