په پکتیا، کندز او بغلان ولایتونو کې ۵۸۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شوه

د پکتیا، کندز او بغلان ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو له سلګونو ځوانانو آزموینه واخیستل شوه؛ چې له هغې ډلې ۲۸۰ تنه ځوانانو ته به په پکتیا، ۱۸۰ تنو ته په کندز او همدارنګه ۱۲۰ تنو ته په بغلان ولایتونو کې د خیاطۍ، ترکاڼۍ، نلدوانۍ، ریکشو ترمیم، موبایل ترمیم، برقي وسایلو ترمیم، موبل او فرنیچرو ترمیم او موټرسایکلو ترمیم په حرفو کې د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره شي.
هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په پکتیا کې جوړه شوي وه؛ د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت په خپلو خبرو کې وویل: ۲۸۰ تنه ځوانان به د نظري او عملي زدهکړو ترلاسه کولو وروسته؛ د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شي.
د بغلان و لایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري نصرتالله پارسا هم په خپلو خبرو کې وویل: په فني او حرفوي زدهکړو د بېکاره ځوانانو سمبالول، د یوې هوسا او مرفه ټولنې لپاره ارزښتمن ګام دی.
د کندز ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي احمدشاه حقاني هم نویو زدهکوونکو ته په خطاب کې وویل: له شته فرصته په اعظمي توګه ګټه واخلئ؛ ترڅو په راتلونکي کې د کسب او کار څښتن او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیدا کړئ.
د یادولو وړ ده؛ چې له دې وړاندې هم د کابل په شمول په نورو ولایتونو کې هم سږ کال زرګونه کسانو ته د فني او حرفوي زدهکړو زمېنه برابره شوې ده.