په لغمان کې اووه‌دیرش تنو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۷
m

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو هغو اووه‌دیرش تنو هېوادوالو ته د ۹۵۵۵۰۰ افغانیو په ارزښت د کاروبار توکي ووېشل شول؛ چې د سروې په ترڅ کې مستحق پېژندل شوي وو.  
هغې غونډې ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د لغمان ولایت د کار او ټولنيزو چارو  ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: یادو هېوادوالو  ته د دوکاندارۍ، مالدارۍ، قصابۍ او د مبايل ترمیم په حرفو کې د کار زمینه برابره شوه او هر یو ځوان ته په اوسط ډول  د څه کم  ۲۶۰۰۰ افغانیو په ارزښت کاري وسايل وېشل کیږي.
د لغمان ولایت کار او ټولنیزو چارو ریاست، له سرف- افغانستان همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره په دې ډګر کې له نور مرستندویه بنسټونو او مؤسسو څخه هم د مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو وکولای شو هېوادوالو ته په دایمي ډول د کار زمینه برابره کړو

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته