په تېر یو کال کې له فني او حرفوي زده‌کړو څخه څه باندې ۴۰۰۰۰ تنه ځوانان فارغ شوي دي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۵۴
فني او حرفوي زده‌کړې

دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي له فني او حرفوي زده‌کړو له یو خصوصي مرکز څخه د ۱۲۸ تنه ځوانانو په فراعت غونډه کې وکړه. 
یادو ځوانانو په ګرافيک‌ډیزاین، وېب‌ډیزاین او د موبايل ترمیم په برخو کې د شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۸۳۲۰۰۰ افغانیو په ارزښت د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه او تصدیق‌پانې پرې ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې د فراغت غونډې ته د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره وویل: د خوښۍ ځای دی، چې نن د هيلو ټولنیز خصوصي مرکز (Hope Community Center)  د فني او حرفوي زده‌کړو له پروګرام څخه د ډېرو ځوانانو د فراغت شاهدان یو.
مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، چې د کار بازار اړتیاوو ته په کتو هېوادوالو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه تر یوه بریده راټيټه شي.
همداراز مولوي احمدزي له فارغ شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه غوره استفاده وکړي ترڅو خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د پيداکولو سبب وګرځي. 
ورپسې د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس مولوي رحیم‌الله صراح هم په خپلو خبرو کې د فني او حرفوي زده‌کړو د ارزښت ترڅنګ فارغ شویو ځوانانو ته وویل: په عصري او پرمختللي ډول خپلو حرفوي زده‌کړو ته پراختیا ورکړئ، ترڅو د کار بازار له بدلېدونکو اړتیاوو سره ځانونه عیار او وکولی شئ په وړتیا، مهارت او نوښت سره د کار په ډګر کې اغېزمن حضور ولرئ.
په پای کې د هیلو ټولنیز مرکز عمومي مدیر امین‌الله کاموي په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له تلپاتې همکاریو څخه د مننې او ستاینې ترڅنګ زیاته کړه: موږ هڅه کوو، چې له یاد وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړو او په نږدې راتلونکې کې به ۱۵۰ تنو نورو ځوانانو ته هم د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته