هرات ولايت ته د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج کاري سفر

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشيراحمد ته ينج، په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي او ځينو مرکزي رئيسانو يې هم ملتيا کوله، هرات ولايت ته سفر وکړ؛ د هرات والي سيد عبدالوحيد قتالي سره يې وکتل او د خپل کاري سفر اړوند يې ورسره خبرې وکړې، و يې ويل: هرات ولايت ته مو له سفر موخه د هرات ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست د کړنو ارزونه او له نږدې د خپلو همکارانو د ستونزو اوريدل او په ښه توګه د ستونز د حل لارو سنجول دي.
د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج به هرات ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند مختلفو برخو څخه ليدنه کړي، د هغوی ستونزې به واوري او خپل کاري برنامه به هم د هرات خلکو سره شريکه کړي.