ننګرهار او لغمان ولایتونو کې له ۸۶۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۵:۱۷
n

د ننګرهار او لغمان ولایتونو  د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په هڅو په جلال‌آباد  ښار کې د امارتي روزنتونونو پر ۶۶۰ تنو او په مهترلام ښار کې د یو خصوصي روزنتون پر۲۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو د ژمنیو جامو مرسته وشوه.
په هغو غونډو کې، چې په همدې مناسبت جوړې شوې وې، د اړونده ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو په خپلو خبرو کې وویل: د مرستندویه مؤسساتو له همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ له نورو مؤسساتو او سازمانونو هم وغوښتل چې د ژمې په موسم کې له یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره مرسته وکړي. 
د یادولو وړ ده چې په یادو مرستو کې جمپر، بوټونه، جرابي او کمپلي شاملې دي، چې د یار (Yaar) او وامي مرستندویه مؤسسو په مالي همکاریو ووېشل شوې

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۰:۵۲
Background image

د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۴۳
Background image

د کار انسټېټیوټ له لوري د ولایتې ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځنی روزنیز سیمنار ترسره شو


د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار انسټېټیوټ له لوري ولایتي ریاستونو ۷۰ تنه کارکوونکو ته « له کار څخه د راولاړو شویو اختلافاتو د حل » تر عنوان لاندې یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره شو، چې. . .

بیرته خبرونو ته