میدان وردګو ولایت کې ۲۰۰ تنو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د روزنتون پرانېسته وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۰:۲۹
Q


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معين الحاجمولويمحمدزاهد، میدان وردګو ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د حمایت په موخه ۲۰۰ تنو ماشومانو ته د روزنتون پرانېسته وکړه.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د ولایتي ادارې ځینو رئیسانو هم ګډون درلود؛ د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئيس مولوي عبدالغفور حیدري خپلو لنډو خبرو کې مېلمنو ته ښع راغلاست ويلو ترڅنګ، میدان وردګو ولایت ته د روزنتون د منظورۍ له امله یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ د پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.
ورپسې د میدان وردګو مرستیال والي حافظ سیدرحمن هم د اسلام له نظره د یتیمو ماشومانو د کفالت په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له هڅو، پاملرنې او په ټول هېواد کې د روزنتونونو د فعالېدو له امله مننه وکړه. همداراز یې  د ولایت له لوري د میدان وردګو ولایت له روزنتون سره د همکاریو ډاډ څرګند کړ.
په همدې ترتیب د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد له یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه ساتنه د ټولو ګډ مسؤلیت یاد کړ او څرګنده یې کړه: د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په ټول هېواد کې روزنتونونه فعال او په کې ګڼ شمېر ماشومانو ته د ژوندانه د لازمو سهولتونو، تعلیم، تربیې او روغتیايي خدماتو زمینه برابره ده. مولوي محمد زاهد ماشومانو ته په خطاب کې وویل: تاسو د بې‌سرپرستۍ او تنهایۍ احساس مه‌کوئ،  د افغانستان اسلامي امارت هر مسؤل ځان مکلف ګڼي، چې پوښتنه مو وکړي، سهولت درته جوړ او ستونزو ته مو رسېدنه وکړي. 
په پای کې یې ټینګار درلود چې د میدان وردګو ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست منسوبین دې، د دې ماشومانو د ساتنې، پالنې، تعلیم او تربیې ته پوره پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې خپل مسؤلیتونه په ښه شکل ترسره کړي او هېڅ راز وظیفوي غفلت دې نه کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۵۳
Background image

کابل کې ۸۰۰ تنه اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له  فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه په پنځمې ښوونیزې دورې کې ۸۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له شپږمیاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته؛ په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۱۴:۳
Background image

د راستنېدونکو هېوادوالو  لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد کمېټې نوبتي ناسته تر سره کړه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه کمېټې ناسته، چې د صنعت او سوداګرۍ، د کرنې،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۸
Background image

د کار چارو مرستیال‌وزیر د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کورنیو چارو وزارت د نشه‌‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې له معین الحاج شیخ محمدقاسم خالد سره وکتل. په یاده ناسته کې. . .

بیرته خبرونو ته