له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت لومړیتوب دی

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۴۲
نندارتون

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د صنعت اونۍ په نوم په جوړ شوي نندارتون کې ګډون او هلته یې له صنعتکارانو او د کورنیو تولیداتو د شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل.

یاد نندارتون چې په کابل کې جوړ شوی او په کې ګڼ شمېر کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوې دي، د کار چارو معین په کې د خپل ګډون له امله خوښي څرګنده او د صنعتکارانو سره په لیدنه کې یې د هغوی هڅې او فعالیتونه وستایل. همداراز یې خپلو خبرو کې څرګنده کړه:  د ویاړ ځای دی، چې د هېواد دننه په مختلفو برخو کې پانګونه شوې او ګڼ شمېر خوراکي او غیر خوراکي توکي تولیدیږي او آن په ځینو برخو کې ځان بسیاینې ته هم رسېدلي یو، چې د افغانستان اسلامي امارت همدې ته په کتو هڅه کوي، چې له کورنیو تولیداتو لازم ملاتړ ترسره او دوی ته په هره برخه کې سهولتونه او امکانات برابر کړي.

ځینو صنعتکارانو هم خپلې غوښتنې د کار چارو له معین سره شرېکې او غوښتنه یې درلوده، چې د مالیاتو په کمولو، د فابریکو د جوړولو په موخه د ځمکو د وېشلو او د هغو توکو چې په کور دننه تولیدیږي د ملاتړ په موخه دې پر واردېدونکو ورته توکو لوړې تعرفې وضعه شي، ترڅو کورني تولیدات وده وکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته