له اعتیاد څخه رغېدلو ۸۰۰ تنو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۱۹
اعتیاد څخه رغیدلي افراد

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده کړو په مرکز کې له اعتیاد څخه رغېدلو ۸۰۰ تنو ته په پنځو حرفو کې د زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو دا برنامه ارزښت‌ناکه وبلله او له هغوی یې وغوښتل، ترڅو له شته فرصت او امکاناتو څخه په لازمه استفاده او خپلو زده‌کړو ته پاملرنه وکړي.

ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبروکې وویل: دا وزارت د خپلو نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې برابرولو په لړ کې دا دی بیاځلې ۸۰۰ تنو هېوادوالو ته په پنځو (خیاطۍ، بوټ‌ګنډلو، بیګ‌ګنډلو، د ودانیو برېښنا او د کورنیو برېښنايي توکو د ترمیم) حرفو کې د څلورو نیمو میاشتو لپاره برنامه جوړه کړه، چې موږ او تاسو یې د پرانیستې شاهدان او ګډونوال یو.

د کار چارو معین زیاته کړه چې دا لړۍ نه یوازې په کابل، بلکې په ځینو نورو ولایتونو کې هم دوام لري، چې تراوسه څه باندې شپږ زره تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له دې برنامو څخه مستفید او د ټولنې د سالمو انسانانو په توګه د خپل کسب او کار مالکان ګرځېدلي دي او دمګړۍ د خپلې کورنۍ د نفقې او سرپرستۍ مسؤلیت په غاړه لري.

په پای کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو د اړتیاوو د کمښت رئیس مفتي عبدالحق مطیع په خپلو خبرو کې په هېواد کې د نشه‌يي توکو د کښت کمېدل او قاچاق مخنیوی، په ټول هېواد کې په اعتیاد د اخته کسانو راټولول، درملنه او په فني او حرفوي زده‌کړو سمبالول یې له نشه‌یي توکو سره د جدي مبارزې مهمې برخې یادې کړې.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته