سرپل کې ۵۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱۹
سرپل

 سرپل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۵۰ تنه ځوانانو ته په د تعمیراتو نلدوانی او تعمیراتو برېښنا په حرفو کې د شپږ میاشتو  لپاره په نظري او عملي ډول د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د سرپل ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس داملا مبشر متوکل په خپلو خبرو کې له زده‌کوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې له یادو فرصتونو او وخت څخه په ښه شکل استفاده وکړي؛ ترڅو وکولی شي، د عملي او نظري زده‌کړو تر پای ته رسولو وروسته د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازار ته وړاندې شي او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه پیداکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۶
Background image

ارزګان کې ۱۰۹ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د ارزګان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ، په مرکز ترینکوټ کې ۱۰۹ تنه  له زیان سره د مخ اقشارو ځوانان؛ د موټرسایکل ترمیم، خیاطۍ، د موټرو انجن ترمیم او د موبایل ترمیم په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندز کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له اساسي بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

  د کندوز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو روزنتون له هر اړخیزې اساسي بیارغونې وروسته، د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۳:۳۰
Background image

ننګرهار کې ۲۳ بېوزلو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو د رامنځته کولو په موخه کاري وسایل ووېشل شول

 

ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د پچیراګام او چپرهار ولسوالیو له ۲۳ بېوزلو کورنیو سره، د کوچنیو کاروبارونو د ایجاد او ملاتړ په موخه ۲۲ قلمه کاري وسایل، د ۴. . .

بیرته خبرونو ته