د کار چارو معین د کارګر نړیوالې ورځې په غونډه کې ګډون وکړ

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۱:۱۵
د کارگر ورځ

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د کارګرو نړیوالې ورځ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
هغې غونډې ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت هغوی ته د مبارکۍ سربېره وویل: کاریګر د یوې ټولنې د پرمختګ اصلي لامل دي، کارګر هغه څوک دی، چې د هېواد د آبادۍ لپاره په خپل ځان هر ډول سختي تېروي او دا د موږ دنده ده چې کارورکوونکو او کاریګرو ته کاري اسانتیاوې برابرې او د دواړو لوريو حقوق تأمین کړو.
مولوي محمد زاهد احمدزي زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، ترڅو په هېواد کې د مختلفو لارو چارو څخه په استفادې د بېکارۍ کچه راټیټه، د کارګرانو حقه حقوق تأمین، د ځوانانو لپاره په مختلفو برخو کې کاري فرصتونه ایجاد او له هېواد څخه بهر په قانوني توگه د افغان ماهرو کاریگرو لېږد ته زمینه برابره کړي. 
د کار چارو معین وويل: د کارګرانو ستونزو او ننګونو د حل په موخه او د هغوی شکایتونو ته پر وخت رسېدنې لپاره د شکایتونو څانګه هم پرانيستل شوې ده.
ورپسې غونډې ته د کاریګرو او کارکوونکو ملي ټولنې رئیس الحاج مولوي عبدالمتین مولوي‌زاده په خپلو خبرو کې کاریګرو سره د مناسب چلند، نړۍ کې د کاریګرو پر ارزښت، د هغوی د حقوقو تأمین او کاریګرو ته د ژوند د اسانتیاوو او معیارونو برابرولو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړي ترڅو په وينا يې په ټولنه کې عدالت تأمین او تولیداتو کې زیاتوالي راشي. 
په پای کې، په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان رئیس ټیټي هیباکاري، په مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو څخه د خوښۍ سربېره، د دې سازمان د فعالیتونو او برنامو په اړه د معلوماتو شریکولو ترڅنگ د کارورکوونکو او کاریګرو د حقوقو د فاع، دمزد په ورکړه کې عدالت، کاري شرایطو برابرولو، دجبرې کار مخنیوی، ټولنیز عدالت او په ځانګړي ډول ځوانانو ته دکاري فرصتونو د ایجاد او د کار اړوند قوانینو، پالیسیو او معیارونو جوړولو په موخه هراړخیزه وینا وکړه.
د یادولو وړ ده؛ چې د کاریګرو نړیوالې ورځ د لمانځلو په غونډه کې، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعيم وردګ، د کار او ټولینزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین مولوي عبيدالله امین‌زاده، مالي او اداري مرستيال مولوي دين‌محمد حقبین، د خصوصي سکتور، فابریکو او د صنعت کارانو د ټولنې استازو هم ګډون کړی وو.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته