د کار چارو معین د بلخ له والي سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۲
بلخ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد،  بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي الحاج محمد یوسف وفا سره وکتل.

کتنه کې دواړو لوریو بلخ ولایت کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې د برابرولو، د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ، کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش او د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نړیوال هوايي ډګر کې د کار جوازونو د وېش د دفتر پرانېستلو په اړه خبرې وکړې.

کتنه کې د یادو مواردو په اړه ژمنه وشوه، چې په ګډه به ورته د حللارې پیدا کوي او هڅه به کېږي، تر څو په اړوندو برخو کې لازم او اړین سهولتونه برابر شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته