د کار چارو معین د برک مؤسسې له مشر سره وکتل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۲۰:۵۱
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي په افغانستان کې د برک مؤسسې مشر مدحون اتي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره په هېواد کې د دوی فعالیتونه او هڅې وستایلې او زیاته یې کړه: موږ په هېواد کې د بېلا بېلو مؤسساتو له مشرانو او مسؤلینو سره د کتنو پرمهال له دوی غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د پالیسو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د هېواد په مختلفو برخو کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي، ترڅو له دې لارې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه ټيټه او هېوادوالو ته د کار بازار مطابق کاري فرصتونه برابر شي.
د برک مؤسسې مشر د خپلو خبرو په جریان کې د دې مؤسسې د فعالیتونو او لاسته‌رواړنو په اړه معلومات شریک کړل او همدارنګه یې په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچې د ټیټولو او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅې مثبتې وارزولې. 
د برک مؤسسې مشر مدحون اتي همدارنګه وویل: غواړي د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په دې نږدې راتلونکي کې د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي، چې په دې سره به په مختلفو ولایتونو کې به ځوانانو ته د کار بازار د اړتیا مطابق د زده کړو زمینه برابره شي. 
په پای کې د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې هېوادوالو او په ځانګړې توګه ځوانانو ته د غوره کاري فرصتونو زمینه برابر کړي او په دې برخه کې له تاسې څخه هم مننه کوو، چې یادې موخې ته د رسېدو په لار کې له یاد وزارت څخه خپلې همکارۍ نه سپموي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته